طالبانو تازه بیان کې ویلي چې تور لیست کې ددوی مشرانو نومونو ساتلو له امله سوله کې پرمختګ نه کيږي، او دا یو لوی خنډ دی. دوی ویلي تر څو چې تور لیست کې ددوی مشرانو نومونه وي تر هغې مشکله ده چې د باور فضا رامنځته شي. او ددې لپاره اړینه ده چې ددوی مشران له تور لیسته وایستل شي. بلې خوا بیا تېره اونۍ د امریکا سنا جرګې بهرنیو اړیکو کمیټې ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د تور لیست موضوع د غور او بحث لاندې ده. خو که طالبان غواړي چې دې برخه کې مثبت پرمختګ رامنځته شي نو باید دوی تاوتریخوالی کم کړي، تر څو نړیوال یقیني شي چې طالبان نور دې تاوتریخوالي پلوي ندي او نړیوالو ترهګرو سره یې اړیکې شلولي. خو د خلیلزاد له خبرو یوه اونۍ وروسته هم طالبانو تاوترخوالي کې د کموالي پر ځای زیاتوالی راوستلی.