د تاجکستان حکومت نږدې سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې دې تاجکستان او پاکستان په ملاتړ د طالبانو او پنجشیر مقاومت ډلو تر منځ مذاکراتو هڅې وروسته له هغه ناکامې شوې ، چې طالبان دوشنبې ته د خپل استازي استولو څخه په شاه شول.
که څه هم تاجکستان ته د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل سفر پر مهال د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ډاډ ورکړی وو چې طالبان به د پنجشېر مقاومت ډلې سره خبرو ته کینوي، خو بیا هم طالبان حاظر نشول چې د احمد مسعود سره خبرې وکړي. سرچینې وايي چې اکتوبر په ۶ شپږمه د مقاومت ډلې مشر احمد مسعود د تاجکستان پلازمینې دوشبنې ته راورسید او ټول د طالبانو استازي راتګ ته په تمه وو، خو د یوه نیمې ورځې انتظار وروسته هم د طالبانو استازو راتګ څرک ونه لږیدلو ، او له هغه وروسته احمد مسعود بېرته افغانستان ته ولاړ.