د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند ، احمد جاوید “بشارت” د دې خبر پخلی وکړ ، ویې ویل چې تیره شپه طالب جنګیالیو د خنجان ولسوالۍ د دره ولیان جومات کې د تراویح لمونځ کولو او جومات پریښودو وروسته اوه لمونځ کوونکي په ډزو شهیدان کړیدي. چې د دې شهیدانو په منځ کې دوه ماشومان هم شامل دي. بشارت زیاتوي چې د پېښې وروسته هغه دوه ترهګر چې دې پېښه کې ککړ وه، د پولیسو لخوا د منځه وړل شوي.