د کابل طالبانو د جګپوړي ورک شوي قوماندان استاد یاسر زوی، عمار یاسر په خپل تازه بیان کې پاکستان تورن کړی چې د هغه د پلار د مرګ یا ژوند په اړه هېڅ راز معلومات نه ورکوي. د هغه په وینا، د استاد یاسر د تري تم کېدو شپاړس کاله وروسته هم پاکستان حکومت هېڅ مرسته نه ده کړې او د دوی ټولې هڅې یې له پامه غورځولې دي.
نوموړي خپل تازه بیان کې ویلي چې « د ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۱۶ په دوحه کې شېر محمد عباس ستانکزي په همدې اړه د هغه وخت د ای ايس ای له مشر عاصم منیر سره ملاقات درلود، او پاکستان ته د ورتلو دعوت یې ورته راوړی و.
د مجلس په پای کې اجنډا سره سم ستانکزي صیب د استاد په اړه پوښتنه وکړه؛ عاصم منیر ماته مخ کړ، په اردو یې راته وويل، اسلام اباد ته لاړ شم، دريو ورځو کې به معلومات درکړم. بیا یې ستانکزي صیب ته کړل چې اسلام اباد ته راشئ، نو موږ او تاسې به د امریکایانو مخ کې جدي ستړی مشي وکړو، ترڅو هغوی فکر وکړي موږ دوستان نه یوو. »
د یادولو ده چې د طالبانو یوې سرچینې نړیوالو رسنیو ویلي چې ددوی معلوماتو له مخې استاد یاسر د پاکستان استخباراتو په ۲۰۱۲ کال کې وژلی او په ډېر احتمال سره یې د هغه جسد د رحمان بابا هدیره کې خاورو ته سپارلی. خو د طالبانو یا پاکستان رسمي حکومتي سرچینو پدې اړه څه ندي ویلي.