د پاکستان صدراعظم عمران خان چې نن یې د پاکستان پارلمان ته وینا کوله وویل ،” نور به هیڅکله یوه جګړه کې هم د امریکا ملګرتیا او همکاري ونکړو. او موږ نور په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق په لټه کې هم نه یو. او دا د پاکستان یو بېعقلتوب وو چې د امریکا په جګړه کې شامل شوو. او امریکا ته یې اجازه ورکړه تر څو قبایلي سیمو کې ډرون بریدونه وکړي. د همغه جګړې له کبله له یواې خوا پاکستان ۱۵۰ اربه ډالر مالي تاوان شویدی.او د بل اړخه ۷۰ زرو زیات پاکستانیان په هغه جګړه کې وژل شویدي. او تر ټولو د شرم او رسوايي خبره خو دا وه چې کله امریکې اسامه په پاکستان کې ووژلو نو پاکستان یې قدرې خبر هم نکړ، ځکه چې په پاکستان یې باور نه درلود. او اوس هم د پاکستان د همکاریو ستاینه نه کیږي. نو نور به موږ هیڅکله هم د امریکا په جګړو کې ځانونه ښکیل نکړو. او یوازې به د سولې مسلو کې ورسره تل همکار پاتې شوو”.
د یادولو ده که څه هم پاکستان په ویناوو کې وايي چې دوی افغانستان کې د سولې پلوي دی. او د هیڅ جنګي ډلې ملاتړ نکوي. خو نړیوالو او افغان حکومت خورا ډېر داسې شواهد لري ، او وخت په وخت یې د پاکستان دیپلوماتیکو چینلونو سره هم شریک کړي ، چې د القاعدې او ترویزم په وړاندې جګړه کې د پاکستان دومخې لوبې او د القاعدې او طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ څرګندوي. خو پاکستان باوجود د ټولو ثبوتونو د القاعدې او وسلوالو طالبانو سره پر خپلو اړیکو اقرار ندی کړی.