د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خپل تازه بیان کې ویلي چې ده ته دې امنیتي ادارو څخه خطره ده. نوموړي نن خپل تازه بیان کې شکایت کړی چې دده ژوند ته دې ورپېښو خطرونو باوجود هم محکمې وربللی وو چې حاظر شي. خان خپل بیان کې زیاته کړي چې “زما ژوند ته دې خطرو باوجود زه محکمې بې د امنیتي تدابیرو وربللی وم.” نوموړي خپل بیان کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او لومړي وزیر شهباز شریف ته هم ګوته نیولي او ویلي يې دي چې “هغوی به هیڅکله زما ساتنه ونکړي. هغوی زما د مرګ منسوبه جوړه کړي. هغوی پر ما بریدکوونکو ته دې امنیتي اندیښنو له امله د امنیتي تدابیرو په نیولو سره د جېل دننه محکمه دایرولو اجازه ورکړي. خو زما ژوند ته چې مستقیمه خطره ده. ما په خلاص میدان او بې دې امنیتي تدابیرو محکمې ته ورغواړي. نو دغسې حکومت څخه به زه څنګه د خپلې ساتنې ډاډ تر لاسه کړم. ” د یادولو ده چې پر عمران خان تېر کال نومبر کې د یو وسلوال تن لخوا د وژنې هڅه وشوله. چې عمران خان یوازې پر پښه ټپي شولو او بریدګر وروسته پولیسو ته ژوندی په لاس ورغللو.
د عمران خان بیان اوریدو لپاره د هېواد پریس پر ټویټر خپور شوي دغه لاندې لینک باندې کلیک وکړی!