د فراه امنیه قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي رسنیو ته ویلي، چې فراه کې د ماشومانو تربیت او اصلاح حقوقي مدیره کبراه فایزه چې د امنیتي مسؤولینو همغږۍ پرته د طالبانو کنترول لاندې سیمې ته په خپل سر تللي وه ، وژل شوي او جسد یې د فراه مرکز اړوند کوکشیپ سیمه کې موندل شوی.