په هند کې د جمهوري وخت دیپلومات قادرشاه نن بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې نوموړی لدې خبر نه وو چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت لخوا په هند کې د نوي شارزدافیر په توګه ټاکل شوی. قادرشاه بي بي سي سره نن خپلو خبرو کې زیاته کړله چې “ما ته په ۲۵ د اپریل هند کې د افغان سفارت مالي او اداري بخش مسول خبر راکړ چې له افغانستان کابل څخه دوه مکتوبونه راغلي، چې په یوه کې سفیر فرید ماموندزی کابل ته غوښتل شوی او بل کې تاسو د نوي شارزدافیر په توګه ټاکل شوي یی. نو ما د سفارت مالي مسول ته وویل تر هغې پدې موضوع څوک مه خبروی تر څو چې سفیر صیب اول خبر شوي نه وي. نو موږ چې کله سفیر صیب خبر کړ، نو جنجال له هغه ځآیه پیل شولو” قادر شاه بي بي سي سره خپلو خبرو کې د طالبانو حکومت سره اړیکو په اړه وویل چې “زه په بهرنیو چارو وزارت کې د جمهوري وخت همکارانو سره اړیکې لرم. سفیر صیب یې هم لري. وخت په وخت اړیکې سره نیسي . مکتوبونه سره لیږي. او زما دنده په سفارت کې د تجارتي اړیکو رغول دي. چې دې برخه کې زما څخه افغان پانګوال خورا راضي دي. لدې ها خوا زه کومه ډله ټپله پورې تړلی نه یم. که چېرې کابل زما په اړه د خدمت کولو موقع راکولو تصمیم ونیسي نو زه به یې ومنم.” نوموړي همدا شان خپلو خبرو کې زیاته کړله چې “له کابل څخه زما د ټاکنې په هکله راغلی مکتوب ما هند حکومت ته هم استولی. تر اوسه یې رسمي ځواب ندی راغلی. کله یې چې ځواب راشي له هغې وروسته به زه خپل رسمي موقف هم څرګند کړم. ” قادرشاه له سفارته د شړلو په اړه بي بي سي پوښتې په ځواب کې وویل چې “سفیر دا واک نلري چې ما له دندې ګوښه کړي.او نه سفارت دې سفیر شخصي ملکیت دی. زه د هند حکومت ځواب ته په تمه یم.
کله چې د هند حکومت ځواب تر لاسه کړم. له هغې وروسته به زه خپل تصمیم ونیسم.”