د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طلوع تلویزون سره تازه خبرو کې څرګنده کړي چې که افغانستان د پاکستان سره دې ډيورنډ کرښه د نړیوالي رسمي پولي په توګه ومني ، نو هلته به پاکستان د افغانستان ښه ګاونډی جوړ شي ، قریشي طلوع سره خبرو کې زیاته کړله ، که چېرې موږ غواړو چې افغانستان او پاکستان دې ښه روابط ولري ، چې دا زموږ غوښتنه ده، نو ډيورند کرښه باید دې رسمي پولي په توګه ومنل شي.
که څه هم افغان حکومت د قریشي تازه څرګندونو ته لا غبرګون ندی ښودلی خو څه موده د مخه د افغان جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي وو که پاکستان دوه سوه کاله نوره هم افغانان وځوروي ، ډيورند به دې رسمي پولې په توګه و نه مني.
د یادولو ده چې که څه هم په خواله رسنیو عامو افغانانو د ډيورند فرضي کرښې په تړاو د قریشي څرګندونو ته پراخ او توند غبرګون ښودلی خو تر دې دمه د طالبانو اسلامی تحریک د قریشي څرګندونو باندې غلي دي.