په قزاقستان کې وروسته له هغه د خلکو لخوا لاریونونه شروع شول ،کله چې دې قزاقسان جمهور رئیس قاسم جومارات تکایف حکومت د ګاز نرخ دوه برابره لوړ کړ، خو قزاقیانو د ګازو لوړو بیو پر ضد لاریونونه پیل کړل ،او دا لاریونونه په بېړه سره په لوی ولسي غبرګون واوښتل . که څه هم د پراخو لاریونونو ورورسته د قزقستان ولسمشر( قاسم جومارات تکايف) د ولس غوښتنو ته غاړه کیښوده،او حکومت یې منحل اعلان کړ،او د ګاز نرخ په اړه یې هم ولس ته د پخواني نرخ وعده ورکړه،خو اوبه هغه وخت له ورخه تیرې شوې،چې لاریونونه په خونړیو بریدونو واوښتل چې تر لسګونه عام خلک او امنیتي ځواکونه په کې ووژل شول، او لا هم دې الماتي په ښار کې خال، خال ډزې او د عامه شمتنيو،بانکونواو مغازو لوټماري روانه ده،چې په نتيجه کې د قزاقستان ولسمشر د روسیې ولسمشر ولاد میر پوتین او د ګډو امنیتي تړون سازمان د غړو هیوادونو څخه د امنیتي ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړله.
د دې سختو خونړیو مظاهرو ته د روسیې ولسمشر ولاد میر پوتین هم خپل غبرګون ښودلی او قزاقستان ته یې د ګډ امنیتي تړون سازمان د غړیو هیوادونه امنیتي ځواکونو د لیږلو امر کړی دی، چې په سر کې یې د روسيې هیواد امنيتي ځواکونه قزاقستان ته بیګا شپه رسیدلي دي، تر څو د قزاقستان امنیتي حالات کنترول کړي.
د قزاقستان ولسمشر په نني سهارني پیغام کې د قزاقستان ولس ته په خپله لنډه وینا کې وويل، چې “ موږ به هيڅکله خپل ولس اوسنیو لوتمارانو ته پرینږدو،” نوموړي حتا قهرجن مظاهره چيان تروریستان وبلل، او زیاته یې کړله چې “ دوی د قزاقستان ملي شتمني لوټ او وطن مو دربدر کړلو، دغه تروررستان باید اشد مجازات شي، اوموږ به دا مالومه کړو چې چا او څنګه دغه شل زره ترورستان د الماتې په ښار کې پر وسلو،پیسو او امکاناتو سمبال کړي وو او موږ به تر اخیره له دوی سره جګړه وکړو تر څو مو چې دوی مو له منځه وړي نه وي”.
که څه هم په قزاقستان کې انترنیت بند کړل شوی او ملي تلویزون څخه هم نشرات کم او سخت شوی دي، خو داسې ښکاري، چې اوس د خلکو ټولې هیلې د ګډ امنیتي سازمان ځواکونو ته دي، چې په قزاقستان کې به حالات کنترول کړي.