د ایټالیا څخه خپریدونکي دولتي کانال ټي جي ۱ (tg1) د یو څېړنيز راپور کې خبر ورکړی، چې د فلیپو روسي په نوم ژورنالیست يې د کره اسناد لیدلو او د موثقو سرچینو سره د خبرې کولو دې لارې داسې معلومات تر ګوتو کړي چې هغې کې د قطر حکومت د پخواني جمهوري نظام ړنګیدو په بدل کې محمد اشرف غني ، مارشال دوستم او عطا محمد نور ته سلګونه میلیونه ډالر بډې ورکړي. د یادې رسنۍ ژورنالیست فلیپو روسي دې یو شمېر اسنادو په استناد دعوه کړي چې د پخواني جمهوري نظام ړنګیدو یوه میاشت د مخه، د افغانستان بانک پخواني رئیس اجمل احمدي په لاس اشرف غني ته 110 میلیونه ، د مارشال دوستم ځانګړي استازي فراحمند په لاس دوستم ته ۵۱ میلیونه ، او د بلخ بخواني والي فرهاد عظیمي په لاس عطامحمد نور ته ۶۱ میلیونه ډالر دې طالبانو سره دې جګړې نکولو په بدل کې بډې ورکړي. د یاد خبر خپریدو وروسته عطا محمد نور او جنرال دوستم یاد خبر رد او بې بنسټه بللی. خو د قطر حکومت او اشرف غني تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.