:د لوګر پیښې وروستي جزیات
د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې یاده پيښه وروستي جزیاتو ارقامو له مخې دې خونړۍ پیښه کې ۲۴ کسان په شهادت رسېدلي او ۱۱۰ تنه ټپیان دي، د پېښې ټول قربانیانملکي وګړي او زیات شمېر یې د کانکور ازموینې ګډون وال وو، چې له ازرې ولسوالۍ نه د ازموینې په موخه پل علم ښار ته راغلي وو. په ټپیانو کې ۱۲ تنه مېرمنې،۱۶ تنه ماشومان او ۱۱ تنه د نائب امین الله خان ولایتي روغتون کارکوونکي دي، پاتې نور یې له ښار نه راوړل شوي دي، همدا راز د شهیدانو جنازې خپلو سیمو ته ولېږدول شوې