د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند وايي چې افغان امنیتي ځواکونو هوايي قواوو د لوګر ولایت مرکز اړوند بابوس سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر یوه قرارګاه هدفمند هوايي بریدونه ترسره کړي ، چې پایله کې يې د ۲ مهمو سرګروپانو په ګډون ۱۶ وسلوال طالبان وژلي او ۱۲ نور يې مرګوني ټپيان شویدي. همدا شان یادو بریدونو کې د وسلوالو طالبانو ۹ عرادې موټر سایکلونه ، یوه قرار ګاه او یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه تللي