د امریکا منتخب جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ راتلونکي حکومت کې د ملي امنیت نوماند سلاکار مایک والتز خپل تازه بیان کې ویلي چې د امریکا دوښمنانانو ته به پریکنده ځواب ورکړو. نوموړي پر خپل ایکس اکاونټ خپل تازه بیان کې ویلي چې «موږ به له ولسمشر ټرمپ سره د نن ورځې په پرمختللو ننګونو کې مقابله وکړو او د هغو کسانو مقابل کې به په قاطعانه ډول ودریږو چې د امریکا امنیت او ارزښتونو ته زیان رسوي.»
د یادولو ده چې والتز دې استازو جرګې غړیتوب د مخه د امریکا پوځ کې ۲۷ کاله دنده هم ترسره کړي او د خپلې نظامي دندې پر مهال افغانستان ته هم تللی او هلته د طالبانو سره د مخامخ جګړې هم تجربه لري.