د پخواني افغان حکومت لوی درستیز مسود اندرابي نن په خپل تازه بیان کې ویلي ، چې طالبانو اندراب کې لوی بربریت او ظلم ترسره کړی. نوموړي خپل بیان کې ویلي ، چې د قربانیانو کورنۍ یو غړي سره مې نن خبرې وکړې ، هغې راته وویل چې طالبانو یې مور ، پلار ، او درې وروڼه خویندې هم وروژلي. چې کوچنۍ خور یې شپږ کلنه وه. طالبانو تر اوسه دې یادې پېښې په تړاو څه ندي ویلي.