د روسیې له پلازمېنې مسکو څخه راپورونه وایي چې د سوریې جلاوطني ولسمشر بشار الاسد د زهر په وسیله د وژلو هڅه شوې ده. خو د بېړنیو روغتیایي خدماتو په مرسته د اسد ژوند ژغورل شوی دی.
سرچینې وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې اسد په خپل کور کې و. نوموړي لومړی په ناڅاپي ډول شدید ټوخی پیل کړ، د ساه اخیستو کې جدي ستونزه ورته پيدا شوه، او بیا یې د خیټې سخت درد احساس کړ. د حالت په خرابېدو سره د بېړنیو روغتیایي خدماتو ټیم ور وغوښتل شو، چې هغوی په چټکۍ سره اسد ته مرستې ورسولې او د لومړنیو درملنو وروسته یې حالت ښه شوی دی.
سرچینې وایي چې د پېښې په اړه د مسکو لوړ پوړي چارواکي خبر شوي دي، او د دې هڅې د لامل او عاملینو په اړه رسمي څېړنې پیل شوې دي. خو تر دې دمه حکومتي مقاماتو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د یادولو ده چې بشارلاسد حکومت تېره میاشت د سوریې یاغیانو په لاس وپرځیدو. او اسد په مسکو کې پناه واخیستله.