د افغانستان د ملي امنیت شورا سلا کار حمدالله محب نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې دوی تر اوسه د هغه پاکستاني چارواکي خبر په رسمي ډول ندی تر لاسه کړی چې رسنیو ته پکې ویل شوي له حمد الله محب سره لدې امله ديپلوماتیکې او رسمي اړیکې نه پالي چې په ننګرهار کې یې د پاکستان پر وړاندې توندې او توهینونکي خبرې کړي دي. او که پدې اړه څه رسمي تر لاسه کړي نو افغانستان حکومت به يې ځواب ووايي. ښاغلي محب وویل
د پآکستان رابطه قطع کول دومره تاوان نه لري. ځکه تر اوسه هم رابطه ښه نده ، کومه کړنه د دې مثال کولای شو چې د پاکستان د روابطو ښه والی ثابت کړي. له موږ سره د اړیکو د پرې کولو پر ځای ښه دا ده چې خپلې اړیکې له
تروریستي ګروپونو سره قطع کړي