ملي دفاع وزارت خپل تازه بیان کې ویلي چې ” تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ملي امنیتي ګډو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي علمیاتو پر ترڅ کې نورستان، لغمان، کونړ، اروزګان، فراه، بلخ، هلمند، تخار او کابل ولایتونو کې ۱۲۹ وسلوالو طالبان وژلي او ۹۵ نور یې ټپیان کړیدي. همدا شان ددوی زیات شمیر وسلې او مهمات یې هم له منځه وړي”. وسلوالو طالبانو تر اوسه دغه خبر په تړاو خپل غبرګون ندی څرګند کړی.