د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ملي ځواکونو نن د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت دوشي ولسوالۍ او د فاریاب ولایت خنچارباغ ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو بېرته نیولي. او دغو عملیاتو په ترڅ کې لسګونه وسلوال طالبان هم وژلي او ټپيان کړیدي. وسلوال طالبانو تر اوسه پدې تړاو څه ندي ویلي.