ملي دفاع وزارت تازه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د غزني ولایت مرکز او مالستان ولسوالۍ اړوند سیمو کې وسلوال طالبان په نښه کړي، چې په نتیجه کې یې ۴ وسلوالو پاکستانیانو په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. همدا شان دې دوی یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړي. وسلوالو طالبانو تر اوسه دغه خبر په هکله څه ندي ویلي.