.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو بېړنیو مرستو دفتر تازه بیان کې ویلي چې افغانستان کې دا مهال د بې وزلۍ کچه لوړه شوي. او ۹۷فیصده افغانان د بې وزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي. چې لدې جملې نیمایي وګړي یې د سختې لوږې او قحطی سره مخ دي او بېړنیومرستو ته اړتیا لري. افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي او بانکي سیستم له پښو غورځیدلی. کار او روزګار له منځه تللی. د لوږې کچه خورا لوړه شوي. خلک بېړنیومرستو ته اړتیا لري. دا مرستې باید دوامداره او فعالې اوسي. بلخوا ته باید د افغاستان نیمایي نفوس چې مېرمنې جوړوي هغوی ته هم خپل حقوق ورکړل شي. انجونو ښوونځي باید بېرته پرانیستل شي. مېرمنو ته د کار زمینه برابره شي. او دې برخه کې باید د طالبانوحکومت او نړیوال دواړه ګامونه واخلي او مرسته وکړي.