د ملګرو ملتونو بشري مرستو په برخه کې د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفتیس خپلو تازه څرګندونو کې رسنیو ته ویلي چې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو سره زما په ګډون د یاد سازمان استازو پرلپسې لیدنو کتنو کې منلي چې افغان میرمنو ته به دې نویو مقرارتو په ترڅ کې بېرته نړیوالو مرسته رسوونکو مؤسېساتو کې د کار کولو اجازه ورکول شي. ګریفتیس که څه هم افغان مېرمنو ته دې طالبانو حکومت لخوا د کار ورکولو اجازې کومې ټاکلي مودې یادونه ونکړله. خو زیاته يې کړله، چې دې یادې مسلې په تړاو يې د یو شمېر لوړ پوړ طالب چارواکو څخه هیله بښوونکي او هڅوونکي ځوابونه تر لاسه کړیدي.