د مالیې وزارت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هیواد پریس ته ویلي چې د جمهوریت له سقوط وروسته د مالیې وزارت د مالي مدیریت معلوماتي سیستم (AFMIS)، چې د کاناډا په مرسته یې سافټویر اپډېټ کیده، کار بند شوی. او دغه چانس څخه په ګټې اخیستنې د طالبانو د امیر شیخ هیبت الله حکمونو لاندې د مالیې وزارت کې پراخ مالي فساد ته هم لاره هواره شوي.
سرچینه زیاتوي ، هغه ورځ چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ، د مالیې وزارت AFMIS سافټویر اپډېټ کیدل دریدلي. له همدې کبله، د مالیې وزارت ټول عواید او لګښتونه د ۲۰۲۱ کال نیټې وروسته په سیستم کې په سم تاریخ نه ثبتیږي. او دغه وضعیت په اسانه ډول د پراخ فساد ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړې ده.
سرچینې زیاته کړي چې همدا شان هره ربعه کې د طالبانو امیر شیخ هیبت الله اخوندزاده د خپل ځانګړي حکم له مخې شاوخوا ۳۸۰ میلیونه افغانۍ په نغدو ډول له کابل څخه کندهار ته ورغواړي. دغه پیسې چېرته او په څه مصرفېږي، د راپور ورکولو هیڅ شفاف سیسټم شتون نلري. سرچینه زیاتوي چې دغه وضعیت د مالیې وزارت په مرکز او ولایتي ګمرکونو کې هم د پراخ مالي فساد سبب ګرځېدلی دی.
د یادولو ده چې د افغانستان دننه د رسنیو پر فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه د دې سبب شوي چې د واکمن نظام د فساد په اړه ډېر محدود معلومات خپاره شي. او دې حالت د افغانستان د اقتصادي وضعیت د لا خرابېدو وېره زیاته کړې ده.