د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر او مشر منظور احمد پشتین د پاکستان عدالت لخوا د سلګونه بې ګناه پښتنو په وژنه کې ککړ روا انور سپینولو په غبرګون کې ویلي، چې پدې فیصلې سره د پاکستان ریاست دا ثابته کړله ، چې ظالم دی. او د عدالت پلوي نکوي. پشتین چې د روا انور بري زمه کیدلو پر ضد د یاد غورځنګ لخوا لاریون ته وینا کوله ، وویل چې نور به د عدالت غوښتلو لپاره ریاست ته سوال ونکړي. د نوموړي په وینا ” ریاست ظالم دی. یوه اداره هم پکې د انصاف نشته. یو کس پکې د انصاف نشته.نو پدې وجه نور ریاست څخه د انصاف غوښتلو سوال نکوو. نوره بله هیڅ لار نشته. یوازې یوه لار پاتې ده. چې پښتانه ټول په یو اتفاق شي. او دې ریاست مزدوري پریږدي”. پشتین زیاته کړله، ” تر څو چې موږ اتفاق ونکړو. تر هغې به دا ظالم ریاست په موږ ظلمونو کوي. ځکه چې ددغه ظالم ریاست تصور او زهن داسې جوړ دی، چې پښتون قام باندې یوازې په زور او زیاتي حکومت کیدلی شي. او چې هر څومره ظلم پرې کیږي. هغومره دوی قابو کې ښه ساتل کیدلی شي”.