د افغانستان شمال ته پروت سمنګانو څخه راپورونه وايي چې نامعلومو وسلوالو یو ډاکټر وژلی. خبري سرچینې وايي چې د شنبې په شپه څلورو نامعلومو وسلوالو د سمنګانو دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډاکټر نجم الدین سهرابی کور ته ورغلي او نوموړی يې د خپلو ماشومان په وړاندې وژلی. د سمنګانو عامې روغتیا هم رسنیو ته دې یاد ډاکټر وژنه تایید کړیده. او زیاته کړیده چې سهرابي دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون کې د تېرو پنځو کلونو راهیسې دنده درلوده. چې تېره شپه خپل کور کې د نامعلومو وسلوالو لخوا وژل شوی. د یادولو ده چې پر افغانستان باندې د طالبانو واکمنیدو راهیسې ډکټرانو ، انجینرانو او تجارانو وژنې او تښتونې زیاتې شوي. چې طالبانو حکومت يې امنیت ساتلو کولو کې پاتې راغلي.