د تحریک انصاف ګوند شاه محمود قریشي خپل تازه بیان کې ویلي چې د دوی ګوند سندهـ چېرمین محمد سلمان دې رښتیا ویلو په جرم اغوا کړل شوی.
د محمد سلمان ورور محمد رؤف رسنیو ته ویلي چې، ورور یې چې د تحریک انصاف ګوند سندهـ د سوشل ميډيا څانګې جنرل سيکرټري او په برنس روډ کې د يونين کونسل-8 منتخب چيئرمين دی، د جمعې د ماښام راهسې لادرکه دی.
رؤف زیاته کړي چې، ورور يې د مارچ په ٣١مه د مازيګر په څلورو بجو د کراچۍ پريس کلب مخې ته د تحریک انصاف په احتجاج کې د ګډون لپاره د ښار په نوي چلي کې له خپل کور څخه وتلی و، خو کله چې يې ورور ته د روژه ماتي لپاره ټليفون وکړ، نو مبايل يې بند و.
رؤف رسنیو ته ویلي چې د خپل ورور مبایل بندیدو وروسته یې دې ده له ملګرو سره هم خبرې کړي چې په لاریون کې د هغه ګډون پوښتنه وکړي.ملګرو يې راته وویل چې هو هغه راغلی وو. خو بیا ناڅاپه غیب شولو او موږ تر سترګو نشو. د تحریک انصاف شاه محمود قریشي هم خپل بیان کې ویلي چې که دې تحریک انصاف ګوند سره دا شان رویه روانه وي نو حالات به نور هم ترینګلي او خطرناک شي.