د ناټو مشران چې نن په بروسلسز کې سره راټول شوي وو ، د یو شمیر نړیوالو مسلو تر څنګ له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو پر وتو، او نوموړي هېواد سره پر دوامداره مرستو هم وغږیدل. د ناټو څخه په خپره شوي اعلامیه کې راغلي چې
، د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل پدې معنا ندي چې له افغانستان سره زموږ اړیکه ختمه شوله. موږ به اوس د اړیکو یو نوی فصل پرانیزو. موږ یو ځل بیا افغان ولس ته دا ډاډ ورکوو چې موږ به د افغانستان خلکو او ادارو سره به د افغانستان امنیت ښه والي او دفاع په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو تر څو دې تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي. موږ د پخوانیو ژمنو په تایید سره بیا تکراروه چې ناټو به د ملي اردو وجهي صندوق مرستو د لارې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. همدا شان ناټو به خپل ملکي لوړپوړو استازو دفتر هم کابل کې پرانیستی پریږدي، تر څو دې همدې لارې د ناټو دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې له افغانستان سره د ناټو مشارکت پیاوړی شي. همدا راز ناټو به دې دوامداره دیپلوماتیکو اړیکو ساتلو او د نړۍ سره د افغانستان نښلیدونکی پاتې کیدلو لپاره د کابل هوايي ډګر خوندي او فعال ساتلو په خاطر هم مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.موږ ورته وخت کې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته هم دوام ورکوو، او په ټولو ښکیلو اړخونو غږ کوو چې افغانستان کې د تاوتریخوالي پایته رسولو او یو ټولنیز جوړجاړي رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي. تر څو افغانستان کې امن قایم شي، د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي. د قانون حاکمیت پیاوړی شي. او افغانستان بیا هیڅکله هم د ترهګرو پر پټنځای بدل نشي
د یادولو ده چې دوه ورځې د مخه ترکیې د کابل هوايي ډګر فعال او خوندي ساتلو ته ټټر ډبولی وو ، خو طالبانو په یوې اعلامیې کې ددې چارې مخالفت اعلان کړلو، او غوښتنه يې کړي وه چې د ناټو ځواکونو وتلو سره یو ځای باید ترکي ځواکونو هم ووځي . خو ناټو نن د طالبانو پدې غوښتنه خاص سر و نه ګرولو او هوکړه يې وکړله چې د کابل هوايي ډګر امنیت او فعال ساتلو چارې به ترکیې ته سپارل کیږي