د ناټو عمومي مشني جینس سټولټنبرګ نن له فرانسې څخه د خپل سفر په لړ کې له افغانستان سره د ناټو دوامداره مرستو ملاتړ څرګند کړ. نوموړي چې نن د فرانسې جمهور ریس سره په ګډه یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل ، په افغانستان کې د ناټو پوځي حضور پایته رسیدو وروسته به د مرستو یوه نوي فصل ته داخل شوو. هغه زیاته کړله چې د افغانستان سره راتلونکي مرستې په درې مهمو برخو کې ترسره شي. ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې ، لومړی به زموږ مرستې د افغانستان امنیتي ځواکونو سره د مشورې او ظرفیت لوړونې برخه کې دوام ولري. دوهم به د افغانستان ځآنګړو ځواکونو لپاره به بهر کې د روزنې کې مرستې کوو. او دریم به په ملکي برخه کې هم مرستې جاري وساتو بلخصوص د کابل نړیوال هوايي ډګر فعال ساتلو په خاطر او د سولې پروسې هڅو څخه به هم ملاتړ ته دوام ورکړو