ننګرهار کې د ترهګرۍ سره مبارزې مدیریت پولیسو د عمران په نوم یو کس چې اصلآ د لغمان ولایت اوسیدونکی دی خو فعلا استوګنه یې د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ فارم اډې سره کوله ، د یو میل تومانچې سره نن نیولی. د ننګرهار پولیس ویاند لومړۍ څارن فرید خان وایي چې د کشفي معلوماتو پر اساس نیول شوی تن په قتل، اختطاف، سرقت، غصب، مسلحانه او جنګي جرمونو کې ښکیل دی