سرچینې وایي چې تېره شپه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند د جلال اباد- تورخم په لویه لار کاریز پله ته څېرمه سیمه کې نامعلومه کسانو دوه تنه په یوه ونه پورې ځړولي او ؤژلي دي. نه د وژل شویو کسانو هویت معلوم دی او نه یې چا د وژنې مسؤلیت منلی. خو د یادولو ده چې افغان حکومت پرځیدو وروسته ننګرهار کې د داعش او طالبانو تر منځ پر یو اوبل بریدونو زور اخیستی.