د سیمې څخه ځايي سرچینې وايي چې تېره شپه طالب وسلوالو د ننګرهار سرخ رود ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د موسیقۍ غږولو له امله برید کړی چې دوه کسان یې وژلي ، او لس تنه نور ټپیان کړیدي ، ټپیانو کې دوه ماشومان هم دي. د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان هم رسنیو ته د پیښې پخلی کړی او ویلي چې دوی پدې اړه پلټنې کوي. یاده پېښه کې یو شمیر ټپیانو هم رسنیو ته ویلي چې وسلوال کسان طالبان وو. د واده مراسمو کې د موسیقۍ غږولو په سر مخالفت له امله یې پر ګډونوالو ډزې وکړې، چې دوه کسان یې ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل.