د ننګرهار چارواکي وایي چې ملي امنیت ځواکونو یو ډاکټر چې ۲۵ ورځې د مخه انسان تښتوونکو تښتولی وو، نن د کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی. او په تور یې اسلم د پاچا زوی په نوم یو انسان تښتوونکی چې اصلا د لوګر اوسیدونکی دی، او د څه مودې راهیسې د ننګرهار بټي کوټ کې میشت وو، نیولی.