د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ ولس د امنيتي ځواکونو په ملاتړ يوې لويې جوړې شوې غونډه کې پرېکړه وکړه؛ که هرڅوک وسله والو مخالفينو سره همکاري وکړي کور به يې سوځول کيږي او ورڅخه به نغدي جريمه هم واخیستل شي.
يادې غونډې ته د کوټ ولسوالۍ قومي مشر سيد رحمن مومند وویل، چې په هېواد کې د پرديو په فتوا جګړه توده ساتل شوې او هره ورځ له بې ګناه مسلمانانو ژوند اخیستل کيږي.
نوموړي حکومت له لوري د سولې په روانو هڅو او د وسله والو طالبانو د جګړې شدت ته په اشارې له ټولو افغانانو وغوښتل چې د خپل نظام ترڅنګ ودريږي او خپله خاوره له ناورين څخه وژغوري.
همدا راز قومي مخورو امير جان کوټوال، لوزا خان فريادي، مولوي عبدالعزيز خيرخوا او يو شمېر نورو علماء کرامو په خپلو خبرو کې روانه جګړه تحريم کړه او د حکومت پر وړاندې سياسي مخالفت يې يواځې افغان وژنه او د اقتدار حاصلول وبلل.
دوی وويل، چې د امريکايي ځواکونو په وتلو سره اوس جګړې لپاره هیڅ بهانه نه ده پاتې او له وسله والو طالبانو څخه يې وغوښتل چې د سولې له فرصت څخه د هېواد ابادۍ، يووالي او د خلکو هوساينې په موخه ګټه واخلي.
د ياې غونډې پر مهال د کوټ ولس په يووالي سره په يو غږ له نظام او امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ او پرېکړه يې وکړه؛ که څوک وسله والو مخالفينو سره هر ډول وړه يا لويه همکاري وکړي؛ نو کور به يې وسوځول شي او ترڅنګ به ترې نغدي جريمه هم واخیستل شي.
د غونډې په پاې کې يو شمېر منسوبينو او سرتيرو ته په غاړه کې ګلونه واچول شول، د دوی د قربانيو ستاينه وشوه او ورته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په دې وروستيو کې حکومت له لوري د سولې هڅو سره سره د جګړې زياتيدو له امله د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې ولسي خلکو د غونډو او ځانګړو ناستو په ترڅ کې له نظام او امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړی او د هغو کسانو پر وړاندې يې د دريدو غږ پورته کړی چې تخريبي کړنې تر سره کوي.