د ننګرهار ولایت مقام رسنیو دفتر وايي چې نن ماښام د نوموړي ولایت سره رود ولسوالۍ د برککړک میاه ګانو سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو هوايي قواوو د وسلوالو طالبانو درې مرکزونه په نښه کړي. چې پایله کې ۲۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي. لومړني راپورونه وايي چې د یادو بریدونو پر مهال د ننګرهار لپاره د وسلوالو طالبانو ، تش په نوم والي هم سیمه کې شتون درلود.خو یادو بریدونو کې يې د وژلو یا ټپي کیدلو پخلی ندی شوی او وسلوالو طالبانو هم تر اوسه د یادو بریدونو په تړاو څه ندي ویلي