د راپورونو له مخې، د یونایټیډ هیلت شرکت اجرائیوي رئیس، براین ټامسن، نن سهار د مینهټن په میډټاون سیمه کې د هیلتون هوټل مخې ته په ډزو کې وژل شوی دی.
پېښه سهار شاوخوا ۶:۴۶ بجې هغه مهال وشوه چې یوه ماسک لرونکي وسله وال پر ټامسن ډزې وکړې او بیا د شپږمې کوڅې ختیځ لوري ته وتښتېد. ټامسن په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوی وه. خو وروسته یې روغتون کې ساه ورکړي.
د نیویارک پولیسو رسنیو ته ویلي چې دا کیدای شي یو هدفمند برید وي. نو دوی یې د یو هدفمند برید په توګه څېړي.