د نیویارک ټایمز کابل دفتر مشر اډم نوسېټر تازه مقاله کې لیکلي که چېرې د لوګر برید د طالبانو کار وي ، نو دا دې دوحې تړون د هغه پټې برخې خلاف ورزی پیل ده ، کوم چې دوی امریکایانو سره امضا کړیدی. د نیویارک ټایمز په وینا ، دې دوحې تړون هغه پټه برخه کې راغلي چې طالبان به ښارونو کې لوی ځانمرګي بریدونه نکوي، چې دغه تړون له امضا وروسته تر لوګر برید پورې د افغانستان یو ښار کې هم داسې لويې کچې برید نه وو شوی، خو بدیل بریدونه يې لکه هدفي وژنې کیدلې. که څه هم طالبانو تر اوسه ددغه برید پړه نده منلي، خو افغان حکومت وار له مخې د برید پړه په طالبانو اچولي. د یادولو ده چې دوه ورځې د مخه لوګر مرکز پل علم کې یو لوی موټر بم ځانمرګي وچاودید چې له امله يې ۲۷ ملکیان ووژل شول او دې سلو ډېر نور پکې زخمیان شول. د برید له ځآیه اخیستل شوي انځورونو کې پراخ ویجاړی ښکاري