د هرات شمال کې د ګازو زیرمتون کې اورلګیدنه
سیمه ییز مسوولین: د دغې اور لګیدنې په پایله کې د ګازو لیږدونکو لسګونه ټانکرونه لمنځه تللي دي
د هرات ښار شمال کې د ګازو زیرمتون کې د اور لګیدنې په پایله کې د ګازو لیږدونکو لسګونه ټانګرونه لمنځه تللي دي.
د هرات سیمه ییز مسوولین وایي دغه اورلګیدنه نن سهار کابو اووه بجې د بیغورۍ او خوندیتابه ټکو د بابیځه ګڼلو په پایله کې یو ټانکرڅخه بل ټانکر ته د ګازو لیږدونې پرمهال رامنځته شوه، چې په ترڅ کې یې یوکس برسیرن ژوبل شوی هم دی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایي آمر، محمدرفیع رحماني هېواد خبري اژانس ته خبرو کې وویل چې د ګازو زیرمتون کې داور لګیدو په پایله کې، څه باندې یو میلیونه افغانۍ زیان رامنځته شوی.