هرات کې د ولسي وګړو پر موټر د یوې چاودنې له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي. سرچینې له هراته وايي چې نن د هرات ښار حاجي عباس سیمه کې پر یو تونس ډوله موټر چې ملکي وګړي پکې سپاره وو چاودنه شوي چې له امله یې شپږ (۶) تنه وژل شوي او لس (۱۰) نور ټپیان شویدي. د هرات روغتیا کارکوونکو هم رسنیو ته منلي چې دوی ته د چاودنې له ځایه ۶ مړي او لس زخمیان ور وړل شوي. د یادولو ده چې هرات ښار کې د پنځو میاشتو راهیسې داسې ډول کومه پیښه نه وه شوي.