د هرات څخه سرچینې وایي چې نن یو ځانمرګي بریدګر د جمعې لمانځه مهال د هرات ګذرګاه جومات کې مولوي مجیب الرحمان انصاريته د ستړي مشي په بهانه ورنېږدې او ځانته یې چاودنه ورکړي چې له امله یې مولوي انصاري په ګډون ګڼ کسان وژل شوي او لسګونهنور ټپیان دي. د طالبانو حکومت د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل رسنیو ته ویلي ، په ننني ځانمرګي برید کې د مولوي انصاري او دهغه د یوه ورور په ګډون لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.خو ځایي سرچینې وایي چې د یادې پېښې قربانیانو شمېر لهسلو کسانو اوښتی. د یادولو ده چې د يادې پېښې د مخه نن په هرات کې د طالبانو د رییس الوزار لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پهمشرۍ اقتصادي غونډه هم وه چې مولوي انصاري پکې وینا لرله.د یاد برید وروسته د ښاغلي برادر سکرتر عبدالله عزام پر خپله ټوېټر بیانکې ویلي چې ، تر وینا وروسته یې له “ملا صاحب” اجازه واخیستله او له غونډې ووت او په “ناځوانه برید کې په شهادت ورسېد“.
مولوي انصاري د طالبانو حکومت سخت ملاتړی او توندو ویناوو باندې مشهور وو. نوموړي څه موده مخکې په یوه غونډه کې ویلي وو چې“که څوک د اوسني نظام (طالبانو حکومت) په مخالفت کې یو ډېر کوچنۍ حرکت هم کوي، باید سر یې ووهل شي”.