ملي دفاع وزارت وزارت د خبر پاڼې له مخې افغان ملي امنیتي ځواکونو د ملي دفاع یرغلیزي پالیسۍ له مخې نن د هرات ولایت مرکز ، ګذاره ، انجیل او چشت شریف ولسوالیو کې وسلوالو طالبان په نښه کړي چې د طالبانو پنځو مهم قوماندانانو”ملاعبدالظاهر، صدام، ملانصیر، ملامجید ، ملاظاهر سلطان زايي” په ګډون ۵۲ وسلوال طالبان وژلي او ۲ نورو مهم قوماندانانو “ملا عبدالرحمن او ملا عبدلحی” په ګډون ۶۵ نور سخت ژوبل کړي. همدا شان یادو بریدونو کې دې وسلوالو طالبانو ۲ عرادې موټر او یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.