یوې امنیتي سرچینې هېواد پریس ته وویل چې هرات کې د ۲۵ وسلوالو طالبانو په وژل کیدو سره د کروخ ولسوالي افغان ځواکونو لاس ته ولویده. د سرچینې په وینا نن دې ګډو ملي افغان ځواکونو تصفیوي عملیاتو پر مهال د هرات کروخ ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو تش په نوم ولسوال ملا خادم او د محمد عارف په نوم د طالبانو یو قاضي سره د ۲۵ نورو وسلوالو طالبانو ووژل شول. چې د یو شمیر وژل شویو وسلوالو طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې هم پاتې شوي. او همدا شان کروخ ولسوالي هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغله!