ملي دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو د ټولو قطعاتو نظامي مسؤول عبدالعلی خالد چې په مولوي اجمل باندې مشهور و وژلی. یاد طالب قوماندان د ۵۰۰۰ زندانيانو له ډلې و، چې افغان حکومت د ښه نيت او سولې په موخه آزاد کړي و. خو د خلاصیدو وروسته بېرته د جګړې ډګر ته ور وګرځيد او هلمند کې د ټولو جنګي فعاليتونو رهبري ترسره کوله