د هندوستان دفاعي چارواکو خبر ورکړی چې د جمعې شپې ناوخته یې د پاکستان اوږده واټن ویشتلو ۸ مزایل هوا کې له منځه وړیدي. د هند دفاعي چارواکو ویلي چې د پاکستان یاد توغندي یې د جمو ساتواري، سامبا، آر ایس پورا او ارنیا ښارونو په فضا کې له منځه وړیدي. او هیچا ته پکې زیان ندی اوښتی.
بلې خوا ته خبري سرچینو خبر ورکړی چې د هند ننیو بریدونو کې د لاهور کریکټ میدان هم په نښه شوی. اسلام اباد او پنجاپ ګڼو ښارونو کې هم بېړنۍ حالت اعلان او د خطر زنګونه کړنګول شوي.
د یادولو ده چې لا هم وضیعت کړکیچن دی. او داوړه هېوادونو پر یو او بل خپل بریدونه جاري ساتلي.