د هندوستان پولیسو د اپرېل پنځمه رسنیو ته ویلي چې د هندوستان چتیس ګړ ایالت کبیر ډم ضلعې کې یو مین د بل چا سره د خپلې محبوبې واده مراسمو کې خپل لاس باندې جوړ شوي بم ته چاودنه ورکړي چې له امله یې د معشوقې خاوند او یو ورور وژل شوي، او ګڼ کسان نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا چې تورن کس د خپلې معشوقې څخه د غچ اخیستلو په ټس کې ناوي ته د کورني سینما موزیک سیستم تخفه کې الکترونیکي بم ځای پر ځای کړی وو. نو کله چې د واده مراسمو لپاره کسانو د سینما پرده روښانه کړله، زوروره چاودنه وشوله چې له امله یې د ناوي خاوند او یو ورور ووژل شول. د کور چت راونړید او ګڼ کسان نور ټپیان شول. د پولیسو په وینا چې مجرم د نیول کیدو وروسته خپل جرم منلی. او پولیسو ته یې ویلي چې دا کار یې د خپلې معشوقې څخه د غچ اخیستلو په ټس کې کړی.