د طالبانو لخوا دې نسخه کې راغلي دي . چې دوی په افغانستان کې ژر مهاله ټاکنو ترسراوي له پاره ملزمه نه ده.او همدارنګه د هوکړې د لاسلیک نه وروسته د اسلامي دولت وخت به شل میاشتې اجراييوي ضمانت ولري.
په دې کړنلاره کې راغلي دي چې دولت له یوه رییس،د رییس مرستیالانو،لومړي وزیر څلور ویشت وزیرانو او شپږ ریاستونه او بنسټونو څخه به جوړ وي.
ددې کړنلارې په بله برخه کې راغلي دي چې کلیدي وزارتونه به دواړو لورو ترمنځ په انډول سره ویشل کیږي.دا کړنلاره کې اشاره شوې ده چې په هیواد کې شته قوانین به د نوي اساسي قانون تر تصویب په ټولنه کې لازم الاجرا ووسي.
همدارنګه ولسي جرګه به ۳۳۴ غړي ولي چې د اوسنیو ۲۵۰ غړیو علاوه ۸۴ تنه به د طالبانو له لوري ورته ورپيژندل کیږي. مشرانو جرګه به ۱۰۲ غړي ولري چې ۳۴ غړي د ولایتي شورا او ۳۴ غړي د طالبانو له لوري ۳۴ نور بیا د دولت له لوري ورپيژندل کیږي.