امریکايي رسنۍ سي ان ان (CNN ) فاریاب کې د هغه ۲۲ اسیرو بې وسلې افغان کمانډو ځواکونو ویډيو خپره کړي چې وسلوالو طالبانو په ډېر بې رحمۍ سره شهیدان کړيدي. د سي ان ان په حواله ، د افغان کمانډو سرتیري وروسته له هغه چې د یوې اوږدې جګړې وروسته ټول مهمات ورسره ختمیږي ، خپلې وسلې په ځمکه ږدي ، او وسلوالو طالبانو ته ځانونه سپاري. د سي ان ان په دې ۴۵ ثانیه یې ویډيو کې له ډزو مخکې اوریدل کیږي چې یو کس په پښتو خبرې کوي ، غږ کوي چې مه یې ولئ ، مه یې ولئ، زه تاسو ته عذر او سوال کوم چې مه یې ولئ ، خو وسلوال طالبان په دې موقع کې په ډېرې بې رحمۍ سره پر بې وسلې کمانډویانو بې دریغه ډزې کوي او ټول شهیدانوي. د یادې ویډيو په تړاو وسلوالو طالبانو سی ان ان ته ویلي چې دا ویډيو جعلي ده. خو سي ان ان ته افغانستان کې د سره صلیب کمیټې هم تایید کړیده چې د یادو کمانډیانو جنازې یې ترلاسه کړي وې. پر سي ان ان تر یادې ویډیو خپریدو وروسته د بښنې نړیوال سازمان د وسلوالو طالبانو لخوا د بې وسلې افغان کمانډویانو وژنه یو جنګي جنایت بللی او له افغان حکومت یې غوښتنه کړي چې د یادې پېښې سملاسي څېړنه وکړي او عامیلین یې په سزا ورسوي. د افغان ملي ځواکونو ویاند برید جنرال اجمل شینواري نن د یو خبري کنفرانس پر مهال د یادې ویډيو په هکله د هېواد پریس پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې یاده پېښه دې یوې تکتیکي تېروتنې له امله رامنځته شوي وه، د دوښمن سیمه په دقیقه ډول وار له مخکې نه وه څېړل شوي ، نو کله چې هلته کمانډویان ځي ، محاصره کیږي ، او له اوږدې مقابلې وروسته ټول مهمات ورسره ختمیږي او دوښمن ته ځآنونه سپاري ، چې له بده مرغه دوښمن هم د جګړې ټولو منل شویو نړیوالو قوانینو خلاف هغوی په شهادت رسوي . د یادولو ده چې د افغان کمانډو د سرتیرو شهیدانولو ویډيو داسې مهال مخې ته راځي چې قطر کې د سولې مذاکرات د وسلوالو طالبانو پاتې ۷ زره بندیانو خوشي کولو بهانې په خاطر په ټپه ولاړ دي. او وسلوال طالبان غوښتنه کوي چې دې دوی ۷ زره بندیان دې خوشي کړل شي.