د روسیې حکومت د جمهور ریس ولادیمیر پوتین سیاسي مخالف الیکسي نوانلي د ځپلو لپاره د هغه ګوند د تروریستي او افراطي سازمانونو په لیست کې واچولو.
الیکسي نوانلي چې کله۲۰۱۸ کال کې سیاسي مبارزې ته راوتلی خورا محبوبیت یې پیدا کړی، او د پوتین یوازینۍ قوي سیال بلل کیږي. خو پوتین خپل دا سیال سمې سیالی ته نه پریږدي او وخت په وخت ورته بېلا بېل خنډونه جوړوي. د یادولو ده چې څه موده د مخه یې د زهرو په واسطه د وژلو هڅه هم وشوله، خو زر روغتون ته ورسول شوو، او دې ابتدایي طبي مرستو وروسته جرمني ته ولیږل شوو. اوهلته یې ټوله درملنه وشوله. چې دغې پیښې له امله د نوانلی محبیوبیت لا ډېر شوو او دې روسیې په ټولو ښارونو کې د نوانلي د وژنې دې هڅې پر ضد پلویان یې لارو کوڅو ته راووتل. که څه هم نوانلی جرمنې کې له تداوی بېرته د خپل سیاسي رقیب سره د سیاسي سیالی لپاره بېرته روسیې ته راستون شوو، خو د پوتین حکومت وار له مخکې ورته دوسیه جوړه کړي وه، او هوایي ډګر ته په رسیدو سره د روسیې امنیتي چارواکو ونیولو کې نیولو او مسقیم یې زندان ته واستلو او تر ننه زندان کې دی.