د امریکا ولسمشر جوبایډن نن دې روانې دیسمبر اوله د یوه ځانګړي فرمان له مخې خپل زوی هنټر بایډن ته، چې د فدرالي حکومت لخوا د ناقانونه ډول د وسلو په پېرلو ، ساتلو او مالیې نه ورکولو په تور محکوم شوی و، بخښنه اعلان کړه.
جوبایډن، چې د ګوتو په شمېر د ولسمشرۍ څو ورځې یې پاتې دي، په خپل تازه بیان کې ویلي: “که څه هم ما مخکې ویلي و چې په دې قضیه کې به د خپل واک څخه د ګټې اخیستنې په زور خپل زوی ته بخښنه نکوم، خو حقیقت دا دی چې زه د عدالت په سیستم باور لرم. په هر حال، لکه څنګه چې مې د دې قضیې سره مبارزه وکړه، دې پایلې ته ورسېدم چې سیاست د دې پروسې په بهیر کې مداخله کړې او د عدالت پر وړاندې یې بې عدالتۍ رامنځته کړې ده.”
هغه زیاته کړه: “کله مې چې د دې پرېکړې نیت وکړ، نور یې ځنډول مناسب نه و. او هیله لرم چې امریکایان به پوه شي چې څنګه یو پلار او ولسمشر دې پرېکړې ته ورسېد.”
د یادونې وړ ده چې که ولسمشر بایډن خپل زوی هنټر بایډن ته بخښنه نه وای کړې، نو هغه به د مالیاتو نه ورکولو او د وسلو په ناقانونه توګه ساتلو په تړاو تر ۱.۳۵ میلیونه ډالره جریمه او ۲۵ کلونو بند محکوم شوی وای.