د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په خپله وروستۍ تلویزیوني وینا کې په ډاګه کړه چې د خپلې دورې تر پای، چې ۲۰۲۷ کال کې پوره کیږي ، د ولسمشرۍ دنده پر مخ وړي. مکرون دا بیان وروسته له هغې ورکړ چې د حکومت پر وړاندې د بې باورۍ د رایې په پایله کې د لومړي وزیر میشیل بارنیې استعفا ورکړه.
مکرون خپل بیان کې د خپل حکومت د دوام او د اصلاحاتو د پرمختګ لپاره خپل هوډ څرګند کړ او ویې ویل: “زه ژمن یم چې د فرانسې د خلکو لپاره خپل کار ته دوام ورکړم، که څه هم د ننګونو او مخالفتونو سره مخ یو.”
داسې ښکاري چې د دې سیاسي بدلونونو سره سره، مکرون غواړي خپل حکومت د بحران څخه ژغوري او د خپلې واکمنۍ د پاتې مودې لپاره ثبات وساتي.