افغانستان کې د پاملرنې نړیواله مؤسېسه وايي چې د طالبانو حکومت مشرتابه دا یقین ورکړی چې افغان ښځینه کارکوونکي یې بېرته کار ته ورستنیدلی شي. او پدې سره به د دا اداره افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي. که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول نده منلي چې افغانستان کې یې نړیوالو مرستندویه ادارو افغان ښځینه کارکوونکو ته دې کار اجازه ورکړي. خو تېره اونۍ د طالبانو لوړو زدکړو وزیر هغه تیزه لهجه له یو مخې بدله شوي وه. او ډېره نرمه او هیله بښوونکي وینا یې وکوله.